اوس چې هرکله د ګرم تنور مخې ته کېنم او ډوډۍ پرې پورې کوم، د مور وړوکی کور او تنور مې سترګو ته ودرېږي. د مور کور مې کوچنی و او تنور هم پکې کوچنی و، مور به مې ويل وړکی تنور په دې ښه دی، چې نجونې پرې ډوډۍ پخول زده کړي.
لومړیو کې مې د تنور له اوره وېره درلوده او په تنور د ډوډۍ له پخولو مې تېښته کوله، زما لاسونه تک سپين وو، نه مې غوښتل چې د مور په شان يې بدرنګه کړم. خو د مور زور به و، راته ويل به يې چې که د بل کور ته واده شوې، بيا به دې ډوډۍ پخول نه وي زده او کنځا به ما ته کوي، اخېر يې ورته مجبوره کړم. راته ويل به يې:
ـ بايد د تنور له اور سره پخه شې.
په لومړي ځل مې چې ډوډۍ پخوله، مخ به مې د تنور انګار تک سور کړ، لوګيو يې له سترګو اوښکې او له تندي خولې رابهولې. زما اوښکې به چې په انګار پرېوتې د چز چز اواز به ترې راپورته شو.
ما وليدل چې د وړو پيړې به مې چې مور جوړولې، خولې به وه او لوګيو به يې سترګو څخه اوښکې بهولې، ما ليدل چې د وړو له پيړې سره مې د مور اوښکې او خولې هم ګډې شوې.
ما به ورته وويل:
ـ مورې وړه لږ ايسته کړه، چې اوښکې او خولې دې پکې پرېوتې.
اول مې چې په تنور ډوډۍ پورې کوله، د زلفو څوکې د تناره انګار راته وسوې، زه به چې د ډوډۍ په پورې کولو پسې تنور ته ورټيټه شوم، مور به مې شا ته له لمنې نيولې وم، چې تنور ته ور ونه غورځېږم. خو زما څنګلې چې بنګړي مې پکې اچولي وو، د تنور په څنډه تور او داغي شوې. خو مور به راته ويل چې خير دی لورې؛ دلته که سختي تېره کړې، خسرګنۍ کره به په ارام یې، د خلکو د خندا به نه یې. ځان بايد پوخ کړې…
ما چې ډوډۍ پسې پورې کوله تنور ډېر ګرم و، ډېر تاب مې و نه شو، ترې راپورته به شوم، هغه به ډوډۍ وغورځيده، مور به مې پرې ورټوپ کړ، له سره انګاره به يې راوويسته، څنډې به يې له ايرو او سکرو پاکې کړې، خرابه شوې څنډه به يې پټه ومنډله، چې څوک يې و نه ګوري او ډېره به زما له انا ډارېده.