Baheer | Home

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر

زمونږ په اړه

زموږ په اړه

و شمېر افغان ښځینه لیکوالانو او شاعرانو د یوه ادبي بهیر د رامنځته کولو اړتيا ليده چې د ۲۰۲۳ز کال د فبروري په ۱۸مه يې « د افغان ښځو د انلاین ادبي بهیر» په نوم ادبي بهير جوړ کړ. دغه بهير په هېواد دننه او د باندې،  له ۱۳۰ ډېرې ګډونوالې لري، چې اوسمهال د افغان ښځینه لیکوالانو، شاعرانو، پوهانو او فرهنګیانو په کور بدل شوی. د دې بهیر موخه دا ده چې ادبي، کلتوري، ټولنیز، انتقادي او نوي بحثونه رامنځته کړي او تر ټولو لویه موخه يې په دې برخه کې د نوي استعدادونه روزل دي.

 زموږ لاسته راوړنې:

له تېرو دوو کالونو راهيسې، د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر په نشت حسابو اسانتياوو خورا فعال دی. موږ هره اوونۍ دوه ساعته ادبي غونډې لرو، چې پکې کره کتنې، ادبي بحثونه او مشاعرې ترسره کېږي. تر دې مهاله مو څو لویې غونډې هم جوړې کړي. د بېلګې په توګه، د پښتو ژبې د مشهور لیکوال نصیر احمد احمدي د تلین یاد چې په دې غونډه کې د مرحوم لیکوال په اثارو او ژوند بېلابېلې لیکنې وړاندې شوې. د پروین فیض‌زاده ملال د کلیاتو او ادبي ژوند نمانځنه مو وکړه چې د دې پر ژوند او اثارو د لیکنو سربېره له میرمن ملال سره مرکه او مشاعره هم وشوه. د اغلې شریفې شریف د لنډو کیسو «چاو چا ویل» مخکتنه ترسره شوه، چې د کیسو اړوند بحث تر څنګ له میرمن شریف سره مرکه هم په کې شامله وه. بله غونډه د افغانې تلپاتې سندرغاړې میرمن قمرګل د تلین نمانځغونډه وه، چې د دې پر ژوند د بحث سربېره د استاد ازمون په کتاب هم خبرې وشوې چې د قمرګلې په ژوند یې لیکلی دی. په ۲۰۲۴ز کال د مارچ په میاشت کې مونږ هره ورځ یوه افغانه ښځه معرفي کوله چې په ټوله کې مو د ۳۰ نومیالو افغان ښځو ژوند لیکونه خپاره کړل. موږ ځانګړې اختریزې غونډې هم لرلې، چې د بېلابېلو سیمو د اختر د دودونو په اړه پکې خبرې او لیکل شوې دي. د لنډو کیسو او لیکوالۍ اړوند ځانګړي سیمینارونه او ورکشاپونه مو هم جوړ کړي، چې تر ۵۰ ډېرو نجونو پکې ګډون درلود. دغه راز له بېلابېلو اغېزناکو څېرو سره مو هم ځانګړې مرکې وکړې. زموږ فعالیتونه په کور دننه او بهر په ګڼو رسنیو کې لکه: بي بي سي، ازادۍ راډیو، امریکا غږ او نورو کې خپاره شوې دي.

په دې وېبپاڼه کې تاسې زموږ د اوونیزو غونډو راپورونه، شعرونه، لنډې کیسې، مقالې، خاطرې او نور ادبي، کلتوري او ټولنیز بحثونه لوستلی شئ.

Scroll to Top