د بهیر اونېزه غونډه
ځاى: انلاين
نېټه:2024/9/12
ګډون والې:29
وړاندې کوونکې:کامله عزیزي
راپور لیکونکې: نظیفه ستانکزۍ
د بهیر ننۍ غونډه د واقعي کیسو د لیکلو پر څرنګوالي ځانګړې شوې وه چې هیلې پسرلۍ د دې موضوع په هکله یو پریزېنتېشن چمتو کړئ وو او بهیر والو ته یې د دې ژانر پر لیکلو ښکلي او جامع معلومات ارایه کړل.
دې غونډې په پیل کې هیلې پسرلی ووېل:
له ځینو ملګرو سره چې ما خبرې کړي زما دوه څیزونو ته پام شو،هغه دا چې:
۱: ځېنې ملګرې کیسې لري خو په دې نه پوهیږي چې څرنګه یې پیل کړي.
۲: او ځېنې ملګرې لیکلو ته سوژه لري او دا فکر کوي چې باید یې د لنډې کیسې په چوکاټ کې ولیکي.
د دویمې پوښتنې په ځواب کې باید ووایم:
دا خبره چې لنډه کیسه له یوې لیکنې با ارزښته ده سمه خبر نده.
په لیکوالۍ کې دا مهمه خبره ده، څه چې لیکو په کوم کیفیت یې لیکو. د یوې لیکنې اهمیت د هغې لیکنې له کیفیت سره پیدا کیږي.د لنډې کیسې لیکلو لپاره دا ډېره ښه ده چې یوه واقعي کیسه ولیکو.
که چیرې موږ یوه ریښتېنې کیسه د لنډې کیسې په چوکاټ کې لیکو ،نو دا به څلور ګټې ولري:
۱:له ټولنیز پلوه موږ ښځینه روایتونه نه لرو،ښځینه روایت په دې مانا دی چې زموږ د وطن د ښځو کیسې د ښځو له سترګو وي،يعني د هغوی د ژوند ریښتینې کیسې ولیکل شي.
موږ د ښځو د ژوند واقعي کیسې ډېرې نلرو یو علت یې دا دی چې تر اوویا سلنه ډېرې مېرمنې اصلا لیکل نشي کولی.
او هغه فیصدي هم چې لیکل کولی شي په نورو مسلکونو کې دندې لري، نو ډېرې محدودې مېرمنې د ادبیاتو په برخه کې کار کوي،
زموږ دنده د یوې لیکوالې په صفت دا ده چې د خپلې ټولنې د مېرمنو ژوند کیسې ولیکو او خوندي یې کړو.
دوهمه ګټه یې دا ده چې ژه دې مار سره به موږ شفاهي تاریخ را منځ ته کړو، د شفاهي تاریخ ګټه دا ده چې موږ اړتیا نلرو د اکاډمیک تاریخ اصول پکې مراعات کړو، او زموږ په ټولنه کې چې لا د تاریخ علم ډېر په ابتدا کې دی نو شفاهي تاریخ ډېره مرسته راسره کولی شي.
۳: که له شخصي پلوه وګورو نو په لیکلو کې دا یو آسانه ژانر دی. حقیقت دا دی چې موږ غواړو یوه کیسه د لنډې کیسې په قالب کې ولیکو نو دا به ستونزمن کار وي په ځانګړې توګه هغه څوک چې نوي یې لیکوالۍ ته مخه کړې وي. خو که یوه خیالي کیسه لیکلي نو لیکوال مجبور ده چې د لنډو کیسو اصولو ته پام وکړي، دا چې کیسه پلاټ لري که نه، پای او پیل لري که نه او همداسې نور. خو که چیرې واقعي کیسه لیکل کیږي نو بیا د اصولو مراعاتول آسانه کار دی.
۴:بله دا چې دا یو نوی ژانر دی او زموږ په ټولنه کې تر اوسه په دې ژانر کې ډېرې لیکنې ندي شوي،که چېرې لیکوال په دې برخه کې لیکنې کوي او پرمختګ کوي، نو بیا د لیکوال د اثر تاریخي اهمیت زیاتیږي.
همدارنګه د ریښتینو کیسو لیکل د لیکوالۍ بهترین تمرین دی، هغه نوي لیکوالان چې غواړي ناول او لنډې کیسې ولیکي نو که د ریښتینو کیسو له لیکلو پیل وکړي هم به ورته ساده وي او هم به د کیسو له لیکلو سره بلد تیا پیدا کړي.
بله پوښتنه چې د کیسو لیکل له کوم ځایه پیل کړو؟
لومړۍ ګام داد دی چې قلم او کتابچه راواخام او خپل هدف ولیکم، چې زه څه غواړم ولیکم؟ یا هم زه د دې کیسې له لیکلو څه غواړم؟ که هدف معلوم نه وي نو بیا لیکل ستونزمن کیږي.
د بیلکې په توګه زه د یوې مېرمنې کیسه لیکم چې خاوند یې ورسره خشونت کوي او بیا دا مېرمن له خپلو اولادونو سره خشونت کوي، نو زما هدف د دې کیسې له لیکلو څخه دا دی چې خشونت ،خشونت زیږوي.
دوهم ګام په کیسه لیکلو کې منبع ده ، یعني زه د دې کیسې په هکله څومره معلومات لرم او دا معلومات ما له کومه کړي.
دریم ګام: د لیکلو بڼه ده چې موږ یې خوښه کړو، مطلب دا چې زه خپله لیکنه په کوم قالب کې لیکم. لکه زه یوه کیسه لرم که یې د مقالې په قالب کې لیکم نو داسې عنوان ورکوم: له دومره محدویتونو او ستونزو سره سره بیا هم افغانې مېرمنې کار کوي او له اقتصادي پلوه خپلواکې دي.
یا همدا لیکنه د راپور ،خاطرې یا هم مرکې په قالب کې لیکلی شو. د کېسې په پیل کې باید دا معلومه کړو چې په کوم قالب کې یې لیکو.
څلورم ګام: اېډېټ دی. د واقعي ژوند کیسو اېډېټ په برخه کې باید درې ټکو ته پام وکړو.
لومړۍ د باور مسله، داسې چې آیا زما لیکنه مخاطب په دې قانع کوي چې دا کیسه واقعي ده، موږ که یوه کیسه لیکو نو باید مخاطب په دې قانع کړی شو چې زموږ کیسه رېښتینې ده او د دې کار لپاره د جزیاتو ورکول اړین دي.
زموږ بهیروالې آغلې معصومه جانې یوه کیسه لیکلې او پیل یې داسې کړی:
۲۰۱۷ کال وو ، موږ په مکروریانو کې ژوند کاوه،او زه هغه وخت محصله وم.
نو د داسې جزیاتو ورکول د دې لامل کیږي چې مخاطب د لیکوال په کیسه باور وکړي چې وروسته له دې یې کوي.
دویمه خبر د صداقت ده:د اېدیت په برخه کې د صداقت موضوع ته ډېر پام وکړو تر څو زموږ په لیکنه کې کمۍ او زیاتۍ رانشي.
درېم ټکی: وضاحت ده،وضاحت څو برخې لري،یو نثر دی،نثر د مفهوم او ښکلا له نظره.د ښکلا په برخه کې موږ ډېرې ستونزې نلرو، ما د ډېرو نجونو نثرونه لوستي چې واضح او روان دي، خو په مفهوم کې موږ کله کله له ځینو ستونزو سره مخامخ کیږو،
په دې مانا چې کله د لیکوال په زړه کې ډېر څه وي خو دا خبرې یا لیکلی نشي او یا هم په هغو جملو کې یې چې لیکي ډېرې واضح ندي. تل د لیکنې په پای کې خپله لیکنه بیا ولولی او وګورئ چې آیا هغه هدف چې په لومړی کې مو ټاکلی وو پوره کړی.
هیله جانې همدارنګه زیاته کړه
-جوړښت په یوه لیکنه کې ډېر اړین دی،کله یوه لیکنه ډېره مهمه وي خو جوړښت یې کامیاب نه وي.
لکه: موږ غواړو له یوې خیاطې سره مرکه وکړو نو باید د لیکنې جوړښت مو د مرکې په بڼه وي.
په لیکنه کې محرمیت هم یوه مهمه برخه ده،محرمیت په کیسه کې په دې ډول وي چې کله لیکنه بشپړه شوه نو له له پیل څخه یې په دقت ولولئ او دا پوښتنه له ځان څخه وکړئ چې آیا زما په لیکنه کې خو به داسې څه نه وي چې ما ته یا بل چا ته ستونزه جوړه کړي. او همدارنګه آیا ټولتیز نزاکتونه پکې مراعات شوي دي.
نور مهم ټکي دا دي: آیا په لیکنه کې خو به داسې څه نه وي چې زه یې د خپرولو اجازه نلرم، آیا په لیکنه کې مستعار نومونه وکاروو که اصلي، کله امکان لري چې زموږ لیکنه د ظلم ،تیري ، یا هم نورو منفي اړخونو ذکر کول وي نو بیا کولی شو چې مستعار نومونه او مستعار ځایونه وکاروو.
-بله موضوع رسالت ده: هغه دا چې زما رسالت او مسولیت د دې لیکنې له لیکلو څخه څه ده، که غواړو چې یو ښځینه روایت ولیکو یواځې باید د ښځو پر وړاندې د ظلم کیسې ونه لیکو او ښځې ضعیفي ونه ښیوو بلکې د دوی اتلولي هم انځور کړو.
د غونډې په دوام کې بهیر والو خپلې پوښتنې له هیله جانې څخه مطرح کړې.
فتانه ژوند: څنګه خلکو ته وښیو چې زموږ کیسه واقعي ده؟
ځواب:یوه لاره یې دا ده چې څنګه موږ کیسه پیلوو،هغه یو واقعي متن ته ورته وي نسبت د کېسې متن ته.که زه وغواړم د خپلې ټولکیوالې د کیسه ولیکم نو ممکن داسې ووایم،۲۰۱۸کال وو،موږ دواړو په زرغونې لیسې کې درس لوست،دا زموږ د ټولګي اول نمره وه.
یا هم:زه نن غواړم د خپلې ټولګیوالې د ژوند کیسه له تاسو سره شریکه کړم.
نو په داسې جملو موږ د خپلې کیسې په ریښینولۍ تاکید کوو.
هنداره پژواک:هغه کیسې چې موږ یې لولو،یا هم لیکوالان یې لیکي کرکټرونه پکې تور یا سپین وي،معنا یا ټول ښه دي یا هم ټول بد،علت یې څه دی؟
۲:زموږ د کیسو پای تل غمګین اوسي،کولی شو مثبت پای هم ورکړو؟
ځواب: حقیقت دا دی چې انسان نه یوازې تور وي او نه یوازې سپین.زه هیله هم کمالونه لرم او هم عیبونه، ټول انسانان باید همداسې انځور شي. هغه علت چې کرکټرونه تل په تور او سپین بدلیږي دا دی چې موږ تراژید ناسم تعریف کړئ،او موږ فکر کوو چې که چیرې موږ خپل کرکټر ډېر ظالم او ډېر مظلوم کړو نو زموږ کیسې به ډېر لوستونکي ولري خو په عالي ادبیاتو کې داسې څه نشته.
هیله جانې د دوهمې پوښتنې په ځواب کې وویل:د دې علت هم چې زموږ کېسې تل غمګین پای لري بیا هم زموږ تعریف له غمیزې یا تراژید څخه دی، یو علت هم دا دی چې څو لسیزي کیږي موږ په جګړه کې ژوند کوو،نو موږ ګمان کوو که هر څومره کرکټر مظلوم کړو خلک به ګمان کوي چې دا کیسه رښتیا ده، یا به ډېر لوستونکي ولري.
ولوله دهقان:ولې د افغانستان لیکوالان تل کیسې په خوشالۍ سره پای ته رسوي،کیدای شي داسې کیسې هم وي چې پای یې په خفګان سره وي؟
۲:زموږ د ځینو ځوانو لیکوالان چې اوس لیکنه کوي ولې ډېرې عاشقانه کیسې دي او نور اړخونه پکې نه راوړي؟
ځواب: کیسه هم په خوشالۍ سره پای ته رسیدی شي او هم په خفګان سره. د کیسو د پای محدودل چې باید یا خوشاله سره وي یا په خفګان سم کار ندی.
د دوهمې پوښتنې په ځواب کې:مینه طبعا یوه انسانی تجربه ده او د ادبیاتو یوه برخه. ښایي علت یې دا وي چې لیکوال فکر کوي داسې کیسې ډېر مینه وال او لوستونکي لري.
ګلالۍ مومند:د هیلې جانې د خبرې په تایید موږ باید داسې تل داسې روایت رامنځ ته نکړو چې افغانه مېرمن او افغانه نجلۍ پکې قرباني اوسي. خو د لیکوالی په چوکاټ کې څومره سم راځي چې یوه واقعي کیسه د روایت بدلولو لپاره بدله کړو؟
ځواب: کله چې موږ وایو د ژوند واقعي کیسه باید ولیکو مانا یې دا نده چې موږ پکې تخیل کوو. یا به هم لنډې کیسې داسې لیکو چې پای یې زموږ په لاس کې وي،د واقعي کیسې په لیکلو کې د یو تاریخ لیکونکي په څېر باید صادقه واوسو. نو که چېرې د یوې کیسې پای غمجن وي، باید هماسې ولیکل شي.موږ په ټولنه کې هر ډول کیسې لرو او مثبتې کیسې هم شته چې ولیکل شي ،خو مثبت اړخونه باید تخیل نه وي.
آمنه جانه:زه په ژوند کې ډېرو داسې کیسو سره مخ شوې یم چې غواړم ولیکل شي خو متاسفانه زه کیسه نشم لیکلی آیا زه دا کېسې د خاطراتو په قالب کې خوندي کولی شم؟
ځواب: کیسه لیکوالي که چې په ادبیاتو پورې تړاو لري بېل بحث دی،خو واقعي کیسه ممکن داسې څوک ولیکي چې لیکوال نه وي او خاطرې هم د واقعي کېسې یوه برخه ده.
که تاسو د ملګرې کیسه لیکئ نو د خاطرې په بڼه یې لیکلی شو، او په خپله رېښتینې بڼه به یې لیکو.
نورو ملګرو هم په دې هکله نظریات درلودل.
نعیمه غني:زه په لنډو کیسو کې هم واقعي کېسې را اخلم.د لنډو کیسو لیکل دومره چې آسانه کار دی سخت کار هم دی ، خو که لارښود ورته ولرو موږ ته یې آسانه کولی شي.
کله چې ما د خلکو له خولې څخه د هغوی د ژوند روایتونه اورېدل نو هغه به دومره منظم او ښکلئ وو چې ما نه غوښتل چې ړنګ یې کړم او کیسه ترېنه جوړه کړم.که دغه روایتونه خوندي شي نو زموږ په شفاهي تاریخ کې ډېر د ارزښت وړ دي.
دوهمه خبر دا ده چې د لنډو کیسو او روایتونو تر منځ یو نازک تار دی.حتمي نده چې یوه پېښه وشي او هغه ته موږ د لنډې کیسې بڼه ورکړو.
معصومه غرنۍ:له ما سره ریښتینې کیسې ډېرې زیاتې دي،
زما نظر دا دی چې یوازې باید د خفګان او غم کیسې ونه لیکو،داسې کیسې هم ولیکو چې لوستونکی ورڅخه مثبته انرژي واخلي.د واقعي کیسو لیکل ما ته د لنډو کیسو له لیکلو ساده راځي،ځکه د کیسې اصولو رعایت کول پکې آسانه دي. د کیسې لیکلو په وخت کې زه ډېر پام کوم چې کیسه خپل اصلیت له لاسه ورنکړي او د خبر ،راپور یا هم خاطرې په قالب کې رانشي.
موږ باید د ښځو اتلولي او بریالیتوبونه هم په کیسو کې خوندي کړو چې راتلونکو نسلونو ته مثبت پیغام ولري.
شفیقه خپلواک: له هیله جانې څخه نړۍ مننه کوم چې یو عالي پرېزېنتېشن یې چمتو کړی وو. زه هم غواړم ځینې موارد پکې اضافه کړم.
یوه لویه خلا چې د مېرمنو په خلا کې زما تر سترګو شوي هغه دا ده چې ډېره کمزورې مطالعه لري. زما هیله له ټولو خویندو څخه دا ده چې لطفا لیکل او لوستل وکړئ، که تاسو یوه لنډه کیسه لیکی نو لږ تر لږه شل لنډې کیسې ولولئ، که یوه مقاله لیکی نو حداقل لس مقالې ولولئ.
دغه ژانر چې هیلې جانې تشریح کړ یو ډېر عام ژانر دی ،هم په ژورنالیزم کې او هم په ادبیاتو کې. د آغلې شریف کتاب چې په دې وروستیو کې چاپ شو هم په همدې ژانر کې وو چې دوی د خلکو واقعي کیسې پکې روایت کړي.
جنګ ښځینه څهره نلري هم چې پښتو ته ترجمه شوی په دوهمه نړیواله جګړه کې د روسي ښځینه پوځیانو کیسې راټولې کړي.
شفیقه جانې اضافه کړه:
پر ځان کره کتنه او نقد وکړئ، استاد اجمل پسرلی په ادبیاتو کې زما لارښوود دی او تل ما ته وایی چې
ته یو شعر یا یوه لیکنه ولیکه ،څو ورځې وروسته بیا د لوستونکي یا دریم ګړي په صفت خپله لیکنه ولوله،کله چې زه داسې کوم نو هم په خپله لیکنه کې نیمګړتیاوې پیدا کوم او هم ښېګڼې.
بله مهمه موضوع دا ده چې خپل عواطف او احساسات وروزئ،تکړه لیکوال هغه دی چې خپل استعداد وروزي.
نو بیا هم تاکید کوم چې ډېره مطالعه وکړئ، هېڅکله دا مه وایاست چې تاسو رسیدلي یئ،بلکې هره ورځ کوښښ وکړئ چې نوي شیان زده کړئ.
ځلا نور: زه ډېر لنډ وړاندېز لرم البته دا په لیکوالی کې زما خپلې تجربې دي.
زموږ په ټولنه کې له مېرمنو سره دومره کیسې او خبرې دي چې هره جمله یې یوه کیسه کېدلی شي،ما تېره اونۍ یو کتاب ولوست پکې راغلي وو: د ښځو ژوند لکه تنور غوندې ده، یعني زموږ لپاره وړې خبرې،جملې، خاطرې واقعي کیسې کېدلی شي. که چیرې موږ په ټولنه کې په لیکلو پسې وګرځو نو ډېر موضوعات موندلی شو.
پخوا به لیکوالانو یا تاریخ لیکونکو په ډېرو لویو موضوعاتو لیکل کول،خو د اوسني ادبیاتو یو ښه والی دا دی چې په ډېرو کوچنیو موضوعاتو ښه لیکل کولی شو.
او د شفیقې د خبرې په تایید موږ باید ډېر ولولو.
شریفه شریف: یو ډېر ښکلئ او جامع بحث د واقعي کیسو د لیکلو پر څرنګوالي وشو، یوه بله لاره چې د واقعیتونو او غېر واقعیت ترمنځ داسې هم لیکلی شو،چې دا کیسه د واقعیت په اساس لیکل شوې، بیا موږ ځینې تخیلات او تغیرات هم پکې راوستلی شو.
د غونډې په دوهمه برخه کې کامله جانې یو غزل ووېلې او غونډه پای ته ورسېده.
را به شي په ستورو به یوه توره تاریکه راشي
نور به د برېښنا پر اوږو خپور یوه شېبه راشي
سترګې انتظار ساتي رڼې باڼه که سپین هم کړې
ګورمه له مرته له لمسۍ سره به نه راشي
ته د بخملي سینې د خوب په ارمان مړ ښه یې
لمر د ماښام کې په طرف د لمر خاته راشي
اوښکو د عالم ته به جنډې راوړي ملاله لا
لاس ته که مې ستا په ورا کې یو ځلې جپه راشي
مینه د سپاهیانو د آسونو د پښو خاورې ده
هر زخمي بندي ته یې دردونه څه نا څه راشي
څنګه یې په څو لحظو ملنګه د زیارت کړمه
دی دې هم یو شپه د پېریانو په کوڅه راشي