Baheer | Home

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر

لنډی کیسې

د کندهار په ولسي سندرو کې د ښځو ونډه

سندرې چې د  کندهار ښځې يې په عامه اصطلاح بدلې او غزلي بولي. په پښتنو کې چې کله واده، دوسمال، جوړه، د شرینۍ شپه، د کوچني د پيداښت لپاره د خوشحالۍ محفل جوړ شوی وي، یا هم سنتي وي، نو ښځې راټولیږي خوشحالي کوي او سندرې وایي.

ښځو په دې سندرو کې تر ډېره خپل ښځینه احساسات خوندي کړي وي.  دا سندرې کله کله د ښځو د خپل فکر محصول وي او کله کله د نورو شاعرانو سندرې وایي، چي د سندرو ویلو دا دود له پخوا حتا د اریایانو له وختو څخه په پښتنو کي شته او تراوسه هم رواج لري. که څه هم نن سبا د ولسي سندرو پر ځای د خوشحالۍ په مراسمو کې هنرمندان راولي یا هم ټيپ او ډيکونه وي؛ خو ښځې بیا همدا ولسي سندرې خوښوي. ښځې غواړي دا سندرې ووایي او  وا يې وري، چي تر اوسه دا سندرې د ښځو په ذهنو کې له پخوا څخه پاتې دي اوهمداسي نسل پر نسل دوام کوي. ما هم د ښځو له خولو څخه دا سندرې را ټولي کړي. هغه وخت چې به دوی دا سندرې د خوشحالۍ په مراسمو کي ویلې ما به ثبتولې. راځئ چې په دې ليکنه کې د سندرو په هکله واورو. غوټۍ خاورې په خپل کتاب پښتو شفاهي ادبیاتو کې د سندرو اړوند لیکلي: 

((چي د پښتو ولسي سندرې د نورو فورمونو په څېر له عربي عروضو څخه خلاصې دي. په فولکلوري موسیقۍ کې د ښځو له پراخې ونډې هېڅوک هم سترګې نشي پټولای. د پېړیو پېړیو زړې لنډۍ او ډېر زاړه طرزونه، چي نن تر موږ را رسېدلي همدې ښځو له یوه نسله و بل نسل ته په خپلو سندرو کې خوندي ساتلې دي.
تراوسه هم د افغانستان زیاتره کوژدې او ودونه د داریا له ښکلي غږ سره د ښځو په فلکوریکو سندرو تاوده دي او داسې افغانې ښځې به لږ وي، چي په ښادیو کې یې سندرې نه وي ویلي. ښځې چي کله په کورونو یا خپلو خاصو وختونو کې سندرې وایي نو هغه له دریا یا هم چمبې سره وایې. دریا په نورو ځایونو کې هم مشهوره ده او غږول کېږي، خو د پښتنو ښځې یې له بل هر چا ډېره غږوي.)) ما هم هڅه کړې ده چي د کندهارښار او ځینو ولسوالیو لکه: ارغنداب، رورباد، پنجوایي،  بولدک، ډنډ او داسي نورو ځانګړې سندرې را ټولې کړم. دا سندرې ما تقریباً د څلورو کلونو په ترڅ کې را ټولې کړې دي، چي په دې لیکنه کي به زه هره سندره له تشریح او تفصیل سره وړاندې کړم.

Scroll to Top