Baheer | Home

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر

لنډی کیسې

تقوا شکوري

چې پيدا مې شي سينه کې، ګوهرونه د جيحون

دم په دم کمال د کن ستا، زه مثال د فيکون

شنه لمنه د فلک کړه، په شفق باندې پېرزو

د شهيد بسمل مرغه زړه، له وزره څاڅي خون

د باب السلام رڼا دې، د حبش ابرو تر منځ، که!

پرښتو څراغ په عرش کې،دی بل کړی په زيتون؟

ښکل دې زه کړمه په شپه کې، بلبلان مست وي سهار

په بوستان مخ کې دې شونډې، د عدن د باغ ګلګون

څو سرونه مې راوړي، په يوه تن منصوري

هره  ورځ دې دار تيار کړي، اناالحق ته د جنون

زه لا نه وم پيدا شوی، چې له ما مخکې پيدا شو

لکه روح راسره مل دي، يو بوډا ياغي مجنون

په امسا دې سره بېل کړه، زما د سترګو دوه دريابه

موسی مه پرېږده فراق ته، له وعدې وروسته هارون

د «الف » فيض دې جاري وي، په شهود دې يم د« هو»

چې له واوه راوتمه، پر سر ټکی وم د نون

کړې ښکاره خپله جلوه «كُلّ يومٍ هو في شان«

ته چې دومره جلوګر شوې، بدل نه کړ ما مضمون

دنيا ګېډه د ماهي وه! تقوا، موږ لکه يونس

له تيارو چې راوتلو، په لقب  وو د ذالنون

Scroll to Top