Baheer | Home

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر

لنډی کیسې

ضد پرېږده خوږه یاره د بدۍ څو ورځې کېږي

ضد پرېږده خوږه یاره د بدۍ څو ورځې کېږي

درلېږمه ګلابه څو لنډۍ څو ورځې کېږي

ستا فکر دی، مړۍ مې له مرۍ نه، نه تیریږي 

ادې راکړي ورغوي کې سپرکۍ څو ورځې کېږي

غزل یې و،   ذره پکې زه نه ومه ، نو ځکه 

په زړه مې ورېدلې ده ږلۍ څوو ورځې کیږي 

ځورېږمه چې څڼې دې کړي ګډې وډې داسې 

جوړیږي راته  بنه اف ،  سیلۍ څو ورځې کیږي 

ژېړ رنګ، بلا پوښتنې را ولاړې کړې په کور کې

چې وروسته به څه کېږي!؟ د یارۍ څو ورځې کېږي

له ځانه مرورې، لږ له ځانه غېږه تاو کړه

نیولې مې خپل ځان ته ده ځولۍ څو ورځې کېږي

Scroll to Top