Baheer | Home

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر

لنډی کیسې

ته وا  له ایمان غېږه بدله کړم 

ته وا  له ایمان غېږه بدله کړم 

زه چې له جانان غېږه بدله کړم 

 څومره یې بدله کړم د ځان غوندې  

یاد مې شي له ځان غېږه  بدله کړم 

خوب وینم کلونه پس یې ووینم 

 ورشمه له جان غېږه بدله کړم 

ځمکه مې له پښو نه خویېدلې ده 

ځم چې له اسمان غېږه بدله کړم 

 اې خدایه درځمه ، بس یو شېبه  

لږ له مهربان  غېږه بدله کړم 

راکړه ربه هغه چې مې غوښتی دی

څنګ له بل انسان غېږه بدله کړم

کاشکې په ځولۍ کې دې راونغاړم 

کاشکې له امکان غېږه بدله کړم

Scroll to Top