Baheer | Home

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر

لنډی کیسې

وزر ماتې

اخ یی کړل؛ په پښه یې لاس ونیو له پښې یې وینې وبهیدې، پۀ ژړا شوه ملګرو یې  ورمڼډه کړه

ـ لیمې وه لیمې ژوبله شوې؟ 

د سر کوږ ټیکری یې راکش کړ ویښتان یی کډ وډ نیم پر سپیره مخ راغلل په ژړا غوني غږ یی وویل:

ـ  نه نه ژوبله نه یم خو څپلکه مې وشکیده،سبا به څنګه کوم!

بیا یی په سپیرو لاسونو خپلې له اوښکو ډکې سترګې پاکې کړې، شکیدلې څپلکه یی لاس کې واخیسته او د مکتب په لور روانه شوه. 

پایڅې یی په لاسونو ټک وهلې دوړې ترې پورته شوې پر تورې لمن سریښ اغزی یی راکش کړل، د ټولګي دروازه وازه وه 

شاوخوا یی وکتل سمې څوکۍ یی ټولې ټولګیوالو اخیستې وې 

د دیوال تر څنګه یوه څوکۍ ایښې وه تخته یی نه وه یوازې د اوسپنې چوکاټ یی پاتې وو پر همغو اوسپنو کیناسته، د شنې بکسې کشک یی کش کړ د ازموینې پارچه یې وایستله په توره تخته یی کیښوده

استاد صنف ته دننه شو؛ د ازموینې پوښتنې یی پر تخته ولیکلې 

لیمې چې ـپوښتنو ته وکتل ځان سره موسکۍ شوه 

څو شیبې وروسته یی استاد ته اوله پارچه ورکړه 

استادې سور قلم راواخیست چې هره پوښتنه لولي، ټولې سمې او بیخي سمې حل شوي په ټڼډه یی خوښي خپره شوه موسکۍ شوه بیا یې

لیمې ته یی ورغبرګه کړه.

لیمې! افررررین دې شه 

تاخو ټولې پوښتنې سمې حل کړي 

دا دی پوره نومرې او درې ستوري دې یوړل، ته د شپږم ټولګي بهترینه زده‌کوونکې یې.

د لیمې زړه ډک شو 

پۀ غریو نیولي غږ یی وویل 

نه استادې 

خیرده ماته پوره نومرې مه راکوه 

خیرده ما ناکامه کړه

که کامیابه شم

بیا به کال ته ښوونځي ته نه شم راتلی 

له دې سره په صنف کې غږونه راجګ شول 

هوهو استادې ما هم ماهم!!!

Scroll to Top