Baheer | Home

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر

لنډی کیسې

دا زما وهم دی که شور د کوم بنګړي اورمه

دا زما وهم دی که شور د کوم بنګړي اورمه

خوشاله نه یم موده پس غږ د لالي اورمه

زما د سویو اسویلیو نه په امن نه شوې

محرومه ځانه هره څړیکه د تندي اورم

ښه ده روانه ده او نه راپسې مخ اړوي

نه ماته غوږ ږدي او نه زه د زندګي اورمه

شاعره بیا د چا حجره درسره وزنګېده ؟ 

شاعره بیا دې نیمه شپه کې شاعري اورمه

کنګل زړګی، لکه په غرونو واورې وغوړېده

تا لکه لمر او لکه زېری د سپرلي اورمه

نن پرې ابشار له سترګو نه څاڅوم ناز ورکوم 

نن دې مچکو حس له هر یو اننګي اورمه 

ډکه ځولۍ اوښکې دې وچې کړه موسکی شه ګله

لمن لمن ګیلې دې بیا په سهاري اورمه

Scroll to Top